Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

تیرا کې بارانونو او واورو د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډولې ده

Дата публикации: 23-01-2026 10:39:25

د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډېدلې ده.د خیبر ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) شاهد بلال راو د جنورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته په استول وشې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د اعلاوزیر سهېل اپرېدي په امر یې په تیرا کې له واورو او بارانونو د اغېزمنو خلکو د ژغورلو چارې پیل کړې دي.
بيان زياتوي چې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې د اغېزمنو لپاره په کمبلو، بړستونو، میټرسو، خېمو، ترپالونو او د ماشومانو لپاره په تودو جامو بار ۱۲ ګاډي تیرا ته استولي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ګڼ کارکوونکي او مشینري یې په تیرا کې د واورې له کبله د اغېزمنو ژغورلو ته لېږلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرا میدان، نري بابا، دوه توی، پایندي چینه، ننګروسه او تختکي سیمو کې د زیاتې واورې ورېدو له کبله له هغو سیمو بار شوي خلک په لارو کې ایسار شوي دي.
د خیبر ضلعې د مرستندويه ادارې مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د جنورۍ پر ۲۲مه په یو ویډیويي پيغام کې د تیرا پر اغېزمنو غږ کړی چې تر بل امر پورې دې خپل حرکت ودروي او د ده په وینا، "هلته دې خوندي ځایونو ته منتقل شي."
تر دې يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۲۱مه د خیبر ضلعې له تیرا د یوې بې کوره شوې کورنۍ ګاډی کندې ته پرېوت چې په نتيجه کې يې دوه کسان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
په تيرا کې واورو لارې په داسې حال کې بندې کړي چې په وروستیو کې د پاکستان پوځ د هغې سيمې شپږو قومونو ته وویل چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه دې تر ۲۵مې پورې خپلې مېنې پرېږدي چې هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي.
د خیبر انتظامیه وايي، له هغه وخت راهیسې له تیرا میدانه شاوخوا ۶۰ سلنه خلک وتلي دي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ټي ډي اېم اې) د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کړی دی او زیاتوي چې له ټولو سره مالي مرسته کوي.


Основное содержимое страницы с новостью.

د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډېدلې ده.

د خیبر ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) شاهد بلال راو د جنورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته په استول وشې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د اعلاوزیر سهېل اپرېدي په امر یې په تیرا کې له واورو او بارانونو د اغېزمنو خلکو د ژغورلو چارې پیل کړې دي.

بيان زياتوي چې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې د اغېزمنو لپاره په کمبلو، بړستونو، میټرسو، خېمو، ترپالونو او د ماشومانو لپاره په تودو جامو بار ۱۲ ګاډي تیرا ته استولي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ګڼ کارکوونکي او مشینري یې په تیرا کې د واورې له کبله د اغېزمنو ژغورلو ته لېږلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرا میدان، نري بابا، دوه توی، پایندي چینه، ننګروسه او تختکي سیمو کې د زیاتې واورې ورېدو له کبله له هغو سیمو بار شوي خلک په لارو کې ایسار شوي دي.

د خیبر ضلعې د مرستندويه ادارې مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د جنورۍ پر ۲۲مه په یو ویډیويي پيغام کې د تیرا پر اغېزمنو غږ کړی چې تر بل امر پورې دې خپل حرکت ودروي او د ده په وینا، "هلته دې خوندي ځایونو ته منتقل شي."

تر دې يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۲۱مه د خیبر ضلعې له تیرا د یوې بې کوره شوې کورنۍ ګاډی کندې ته پرېوت چې په نتيجه کې يې دوه کسان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

په تيرا کې واورو لارې په داسې حال کې بندې کړي چې په وروستیو کې د پاکستان پوځ د هغې سيمې شپږو قومونو ته وویل چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه دې تر ۲۵مې پورې خپلې مېنې پرېږدي چې هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي.

د خیبر انتظامیه وايي، له هغه وخت راهیسې له تیرا میدانه شاوخوا ۶۰ سلنه خلک وتلي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ټي ډي اېم اې) د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کړی دی او زیاتوي چې له ټولو سره مالي مرسته کوي.

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1د تیرا خلکو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی04.3624-01-2026
2د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده 03.0327-01-2026
3د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې 03.8425-01-2026
4د تیرا د یوې کډوالې کورنۍ د ګاډي اوښتو پېښې ۲ ماشومان وژلي05.1822-01-2026
5عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی04.7626-02-2026
6سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي04.102-02-2026
7تیرا کې د ډرون مرمۍ چاودنې ۱ پوځي افسر وژلی دی04.105-02-2026
8په خیبر کې له وسلوالو سره نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی03.620-03-2026
9د خيبر چارواکو په ډرون بريد کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده04.3631-03-2026
10د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی03.7226-02-2026

Классификация: . Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 10. Тональность: 0. Информативность: 3.84. Источник: www.mashaalradio.com.