د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي یو ځل بیا ویلي دي چې د خیبر له تیرا څخه خلک د پوځ په امر او "په زور" له خپلو کورونو ایستل شوي دي چې امنیتي ځواکونه هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د جمرود په لوبغالي کې ولسي غونډې ته وویل، د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ پر دې موضوع په خیبر کې د پوځ او اېف سي ځواک له چارواکو سره ناستې کړې وې. اپرېدي د جرګې اعلان تر هغې وروسته کړی وو چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې تیراوالو د پوځ یا وفاقي حکومت په امر نه بلکې د صوبايي حکومت په وینا خپلې مېنې پرېښي دي. تر دې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات نه کېږي او ورڅخه په یخنۍ کې د خلکو وتل او په اوړي کې ورستنېدل "عادي" خبره ده. د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په جمرود کې د جلسې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ مسلسل نښتې روانې وې چې پکې پر کورونو توغندي لګېدل او "په زبردستي" ایستل شوي دي. د پاکستان پوځ او اېف سي ځواک لا د اپرېدي او د جرګې د ګډونوالو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ ویلي ول چې د ممکنه عملیاتو له کبله له امنیتي چارواکو سره په مشروط ډول او د لنډې مودې لپاره کډوالۍ ته راضي شوي دي. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې تیرا څخه شاوخوا ۹۰ سلنه خلکو کډې کړې دي. نور په ویډيويي رپورټ کې.
سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي
نښلول
کوډ کاپي شوی دی.
پلنوالی px لوړوالی px
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي یو ځل بیا ویلي دي چې د خیبر له تیرا څخه خلک د پوځ په امر او "په زور" له خپلو کورونو ایستل شوي دي چې امنیتي ځواکونه هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د جمرود په لوبغالي کې ولسي غونډې ته وویل، د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ پر دې موضوع په خیبر کې د پوځ او اېف سي ځواک له چارواکو سره ناستې کړې وې. اپرېدي د جرګې اعلان تر هغې وروسته کړی وو چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې تیراوالو د پوځ یا وفاقي حکومت په امر نه بلکې د صوبايي حکومت په وینا خپلې مېنې پرېښي دي. تر دې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات نه کېږي او ورڅخه په یخنۍ کې د خلکو وتل او په اوړي کې ورستنېدل "عادي" خبره ده. د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په جمرود کې د جلسې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ مسلسل نښتې روانې وې چې پکې پر کورونو توغندي لګېدل او "په زبردستي" ایستل شوي دي. د پاکستان پوځ او اېف سي ځواک لا د اپرېدي او د جرګې د ګډونوالو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ ویلي ول چې د ممکنه عملیاتو له کبله له امنیتي چارواکو سره په مشروط ډول او د لنډې مودې لپاره کډوالۍ ته راضي شوي دي. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې تیرا څخه شاوخوا ۹۰ سلنه خلکو کډې کړې دي. نور په ویډيويي رپورټ کې.
| # | Наименование новости | Тональность | Информативность | Дата публикации |
|---|---|---|---|---|
| 1 | عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی | 0 | 4.76 | 26-02-2026 |
| 2 | د تیرا خلکو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی | 0 | 4.36 | 24-01-2026 |
| 3 | تیرا کې بارانونو او واورو د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډولې ده | 0 | 3.84 | 23-01-2026 |
| 4 | د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې | 0 | 3.84 | 25-01-2026 |
| 5 | د تیرا د یوې کډوالې کورنۍ د ګاډي اوښتو پېښې ۲ ماشومان وژلي | 0 | 5.18 | 22-01-2026 |
| 6 | د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده | 0 | 3.03 | 27-01-2026 |
| 7 | تیرا کې د ډرون مرمۍ چاودنې ۱ پوځي افسر وژلی دی | 0 | 4.1 | 05-02-2026 |
| 8 | پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغانانو پرمخ وتړله | 0 | 4.23 | 27-03-2026 |
| 9 | د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی | 0 | 3.72 | 26-02-2026 |
| 10 | په خیبر کې له وسلوالو سره نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی | 0 | 3.6 | 20-03-2026 |