Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

سهېل اپرېدي: امنیتي ادارې ولې د وسلوالو مخه نشي نیولای؟

Дата публикации: 01-02-2026 08:52:50

اعلاوزیر تور پوري کړ چې په صوبه کې د ناامنۍ لامل د هغو "اقداماتو او بهرني سازش برخه"وه چې له مخې یې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان حکومت نسکور شو.

Основное содержимое страницы с новостью.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزير سهېل اپرېدی وايي چې د امنيتي ادارو دنده پولې خوندي ساتل دي خو بیا هم "ترهګر څنګه له ۵۰ پوستو تېرېږي"او بریدونه کوي؟

نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د خیبر ضلعې د جمرود په لوبغالي کې د ولسي مشرانو جرګې ته په وينا کې پوښتنه وکړه چې امنيتي ادارې ولې د وسلوالو مخه نه شي نيولي؟

اعلاوزیر تور پوري کړ چې په صوبه کې د ناامنۍ لامل د هغو "اقداماتو او بهرني سازش برخه"وه چې له مخې یې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان حکومت نسکور شو.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۸م کال په عامو انتخاباتو کې واک ته رسېدلی وو او عمران خان د ملک وزیراعظم ټاکل شوی وو.

خو د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد له لارې د هغه حکومت ړنګ کړل شوی وو او پر ځای یې د مسلم لیګ نون ډلې شهباز شریف وزیراعظم ټاکل شوی وو.

عمران خان هغه وخت تور پورې کړی وو چې د امریکا په لارښوونه یې وفاقي حکومت ړنګ شوی وو خو امریکا د هغه دا تور رد کړی وو.


اعلاوزیر سهېل اپرېدي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له درو اونیو راهیسې د خیبر په تیرا کې د ممکنه پوځي عملیاتو له وجې زرګونه کورنیو کډې کړې دي.

سهېل اپرېدي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د خیبر ضلعې د جمرود په سټېډیم کې ترسره شوې د قبایلي مشرانو دا جرګه د دې لپاره رابللې وه چې د تیرا پر حالاتو پکې بحث وکړي.

نوموړي په وار وار په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او دا یې د پوځ له خوا په زور تپل شوي بللي دي.

اپريدي د جنورۍ پر ۲۷مه ویلي وو چې دا جرګه یې د دې سپنیاوي لپاره وربللې چې ځايي مشران ووايي چې ولې له خپلو سیمو روان دي.

دا له هغه وروسته ده چې د خيبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۵مه دعوه کړې وه چې د پېښور کور کمانډر (قول اردو مشر) او د نیمه پوځي ځواک اېف سي صوبايي مشر د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي "مجبوره کړه" او بیا یې "په زور خلک له کوره وایستل."

نوموړي د سوات په مینګوره کې د تحريک انصاف ګوند زنداني بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره احتجاجي جلسي ته په وینا کې ویلي وو چې د پوځ او ادارو "دښمن نه دی" خو "په بندو خونو (کوټو) کې ورته فیصلې د منلو نه" دي.

نوموړي په خپله وينا کې تور ولګاوه چې د پېښور کور کمانډر او د اېف سي مشر د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي جوړه کړه، هغه یې اړ کړه چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو لپاره ورسره د خلکو کډوالي ومني او بیا یې خلک بې کوره کړل.

د پاکستان پوځ او اېف سي ځواک لا د اعلاوزير د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او نه هم د یادې ولسي کمېټۍ مشرتابه په دې اړه دریځ وړاندې کړی دی.

خو د تیرا ۲۴ کسیزه کمېټۍ تېره میاشت ویلي ول چې په خیبر کې یې د پوځ له افسرانو سره په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د کلیو پر خالي کولو موافقه کړې وه.

داراز، وفاقي حکومت هم دا دعوې او راپورونه رد کړي ول چې ګواکې تیرا د پوځ په امر خالي کېږي.

د اطلاعاتو وفافي وزارت د جنوري پر ۲۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) دا دعوې "بې بنسټه" او پر "بد نیتۍ ولاړې" بللي او ویلي یې دي چې نه وفاقي حکومت او نه امنیتي ځواکونو له تیرا څخه د خلکو د کډو کولو حکم ورکړی دی بلکې دا امر صوبايي حکومت د ډېسېمبر په پای کې ورکړی وو او د کډوالو د مرستې لپاره یې څلور اربه روپۍ اعلان کړې وې.


دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې دوو اونیو راهیسې له تیرا څخه زرګونه کورنیو کډې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر تر دې مخکې هم په تیرا او نورو ځایونو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو مخالفت کړی دی.

خو د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه ویلي ول چې پر مخالفتونو سربېره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي ویلي وو چې د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي04.102-02-2026
2Имран Хан покинул здание суда в Исламабаде0012-05-2023
3عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی04.7626-02-2026
4"Мы арестуем его снова": почему Пакистан протестует в поддержку Имрана Хана0012-05-2023
5Президент Австрии привел к присяге новое правительство республики0003-03-2025
6Умєров – новий очільник СВР. Як він туди потрапив та чи причетний до призначення Єрмак011.0903-08-2026
7СМИ: совет национальной безопасности Пакистана рассмотрит ситуацию в Афганистане0016-08-2021
8В мире: Зеленский спасает самого ценного соратника за счет разведки07.3704-08-2026
9Что известно о новом президенте Ирака0013-10-2022

Классификация: Международные. Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 9. Тональность: 0. Информативность: 6.94. Источник: www.mashaalradio.com.